۲۰۲۶ کال د بالیوود د خانانو د راستنیدو او سترو فلمونو کال دی.
د IMDb د راپور له مخې، د شاهرخ خان «کینګ» فلم د کال تر ټولو ډیر انتظار کیدونکی هندی فلم بلل شوی دی.
شاهرخ خان د خپلو تیرو بریاوو وروسته، اوس چمتو دی چې په دې ستره پروژه کې په یو نوي رول کې راښکاره شي .
په دې لیست کې د رنبیر کپور «راماینا» او د ویجی «جانا نایاگان» په دویم او دریم مقام کې دي. د «کینګ» فلم د شاهرخ خان د ژوند مختلف پړاوونه انځوروي او ویل کیږي چې ابیشک بچن به پکې د هغه مقابل رول ولوبوي. مینه وال د دې فلم د لیدو لپاره شیبې شمیري .
په دې لیست کې د سلمان خان «ګالوان جګړه» او «بارډر ۲» غوندې جنګي فلمونه هم شامل دي. د هند سینما په ۲۰۲۶ کال کې د لوړې بودیجې او حماسي کیسو په درلودلو سره غواړي نوي ریکارډونه جوړ کړي او د سینما مینه والو ته په زړه پورې شیبې وړاندې کړي .