د افغانستان متحدې جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو یې په کندهار ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال یو طالب غړی وژلی دی.دا پیښه د شاه ولی کوټ ولسوالۍ اړوند د ډهله بند په سیمه کې شوې او طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ننګونو دوام د اوسني حکومت پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کیږي.#افغانستان #کندهار #امنیت #خبرونه

Author