د افغانستان ازادۍ جبهې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وژل شویو لسو طالب جنګيالیو د مړو انځورونه خپاره کړل. دا نښتې د طالبانو تر بريد وروسته پیل شوې.خپاره شوي انځورونه ښيي چې مړي په سخت حالت کې دي او پوځي وسایل ورسره دي. دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو ادعا کوي.مخکې ازادۍ جبهې د ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه. د طالبانو د دفاع وزارت هم د مخالفو ځواکونو د تلفاتو خبر ورکړی دی.#بشري_حقونه #نورستان

Author