په بغلان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې طالب جنګیالیو د ملي مقاومت جبهې د یو قوماندان جسد تر ښخولو وروسته له خاورو راویستلی او په ډزو یې ویشتلی دی.

دا بوږنوونکې پیښه په نهرین ولسوالۍ کې شوې ده .


ویل کیږي چې دا قوماندان ۱۲ ورځې مخکې په غرونو کې مړ شوی و او د ملګرو لخوا یې خاورو ته سپارل شوی و.

طالبانو د قبر تر موندلو وروسته، هغه سپړلی او په بې ساه جسد یې ډزې کړي دي، هغه عمل چې توند غبرګونونه یې پارولي دي .
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو لخوا له جسدونو سره د بد چلند یا د جنګي بندیانو د وژلو راپورونه خپریږي. د بشري حقونو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د جنګي او انساني قوانینو د نقض په اړه خبرداری ورکړی دی .

بغلان #مقاومتجبهه #طالبان #جنګيجنایت #بشريحقونه #نهرین #افغانستان #دجګړې_خبرونه

Author