د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې دا ډله له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو هڅه کوي او د نورو هېوادونو د باور ترلاسه کولو په لټه کې ده. خو هغه ومنله چې ځینې هېوادونه لا هم د طالبانو له ادارې سره تعامل ته چمتو نه دي.

مجاهد د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې، له اسلام اباد سره تاوتریخوالي ته په لنډې اشارې سره وویل چې طالبانو له ګاونډیو هېوادونو، د پاکستان په ګډون، ښې دیپلوماتیکې اړیکې لرلې دي. هغه همدارنګه د سیمې له مهمو هېوادونو، په ځانګړې توګه له چین او روسیې سره د دې ډلې اړیکې "ډېرې ښې" وبللې.

د طالبانو ویاند څرګنده کړه چې دا ډله غواړي په نړیوالو اړیکو کې د جګړې د دورې تګلارې او سیاستونه بدل شي او پر ځای یې مثبت تعامل او رغنده اړیکې رامنځته شي. هغه وویل: "موږ غواړو چې له نورو هېوادونو سره سمې اړیکې جوړې شي او له هېوادونو سره د جګړې د وخت پالیسۍ بدلې شي او مثبت تعامل ته داخل شو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو څخه پنځه کاله وروسته، د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د دې ډلې هڅې لا هم له جدي خنډونو سره مخ دي. په دې موده کې، له روسیې پرته، بل هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ډیری دولتونه، د سیمې د ځواکمنو هېوادونو لکه چین، ایران، متحده عربي اماراتو او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون، که څه هم له کابل سره خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ساتلي، خو د طالبانو د ادارې له رسمي پېژندلو څخه یې ډډه کړې ده.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د پېژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړول، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، او له ترهګرۍ سره مبارزه شرطونه ایښي دي؛ هغه شرطونه چې د منتقدینو په وینا، طالبانو تر اوسه نه دي پوره کړي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author