د امریکا متحده ایالاتو په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت، چې د زرو څخه د زیاتو افغان پناه غوښتونکو د اوسېدو ځای دی، د نهو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې دا کمپ د چهارشنبې په ورځ، د میزان په اتمه، وتړل شي.
یوه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، دغه خبري اژانس ته ویلي چې د نوي تړون له مخې به دا مرکز خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. اوسمهال، ۱۰۳۹ افغان پناه غوښتونکي، چې تر ۷۰ سلنه ډېر یې ښځې او ماشومان دي، په السیلیه کمپ کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي. دا کسان له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي.
د دغه کمپ د فعالیت غځول وروسته له هغه کېږي چې د دغو پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې. د روان کال په جون میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا حکومت غواړي دا کسان، چې ډېری یې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو د کورنیو غړي دي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
دا پلان د مهاجرینو د ملاتړو بنسټونو او د امریکا د کانګرس د ځینو غړو له سخت مخالفت سره مخ شو. هغوی د دې پرېکړې د لغوه کولو او د دغو پناه غوښتونکو سمدستي د امریکا خاورې ته د لېږد غوښتنه وکړه. پرون هم د کانګرس یو شمېر غړو د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په یوه لیک کې، د دغو کسانو د سرګردانۍ د پای ته رسولو او په ۲۰۲۷ مالي کال کې امریکا ته د هغوی د لېږد غوښتنه وکړه.
د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط او امریکا ته د افغان وګړو پر ننوتلو د محدودیتونو له لګولو وروسته، د مهاجرت د قضیو د څېړلو بهیر ډېر ورو شوی دی. د راپورونو له مخې، له تېر کال راهیسې یوازې پنځه افغان پناه غوښتونکي توانېدلي چې د استثنايي لارو له لارې امریکا ته ننوځي.
سرچینه: اسوشیټیډ پریس
🌐