د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د امریکايي پوهنتون لپاره د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو بودیجې غوښتنه رد کړې او اعلان یې کړی چې د روان کال تر پایه به دغه پوهنتون ته هر ډول بودیجه بنده کړي.
دا پرېکړه، چې د نیویارک ټایمز لخوا د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۰مه، راپور شوې، کولی شي د سلګونو افغان مېرمنو د زده کړو فرصت له منځه یوسي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یوازې د آنلاین زده کړو له لارې لوړو زده کړو ته لاسرسی لري.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون سرپرست رئیس، ډیویډ اډوارډز، ویلي چې د دغه پوهنتون د فعالیت دوام په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا له امریکايي پوهنتون سره په همکارۍ پورې تړلی دی. خو هغه په ډاګه کړه چې هغه پوهنتون د لیرې زده کړو پروګرام نه لري، په داسې حال کې چې آنلاین زده کړې دا مهال په افغانستان کې د ښځو لپاره لوړو زده کړو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده.
اډوارډز وویل: "موږ د افغانانو د یوه بشپړ نسل لپاره د زده کړې یوازینی فرصت یو او داسې ښکاري چې دا موضوع د امریکا په اوسنۍ اداره کې له پامه غورځول شوې ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دې پرېکړې لامل "د امریکايي مالیه ورکوونکو د میلیونونو ډالرو په اړه د حساب ورکونې د نشتوالي تکراري تاریخ" بللی دی. دغه پوهنتون په ۲۰۱۹ کال کې د مالي ناوړه مدیریت له تورونو سره مخ شوی و، خو اډوارډز وايي چې پخوانۍ ستونزې حل شوې او له ۲۰۲۱ کال راهیسې ټولې پلټنې له کومې ستونزې پرته ترسره شوې دي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون شاوخوا زر محصلین لري چې ټول آنلاین زده کړې کوي. د دغو محصلینو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې دننه ژوند کوي.
دغه پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) په مالي مرسته جوړ شو او له هغه وخت راهیسې یې تر ۲۲۵ میلیونه ډالرو ډېرې مرستې ترلاسه کړې دي. واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، په کابل کې د دغه پوهنتون ودانۍ د دغې ډلې لخوا ونیول شوه او نوم یې بدل شو.
سرچینه: نیویارک ټایمز
🌐