د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی به د مسکو د مشورتي غونډې په اجنډا کې وي چې د اکتوبر په ۵مه (د تلې ۱۴مه) جوړیږي.

د ښاغلي کابلوف په وینا، روسیه هوډ لري چې د مسکو د غونډې له پلیټ فارم څخه په کار واخلي ترڅو دواړه خواوې "منطقي جوړجاړي" ته ورسوي. هغه تایید کړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ضمیر کابلوف ایزوستیا ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل: "روسیه به خوشحاله شي که وکولای شي د مسکو له دریځ څخه په استفادې پاکستان او طالبان منطقي جوړجاړي ته وهڅوي."

هغه زیاته کړه چې دا مهال دواړه خواوې پر خپلو دریځونو ټینګار کوي؛ پاکستان د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي

ټي

پي) ته د پناه ورکولو د بندولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکي دا تور ردوي او له اسلام اباد سره د وسله

والو نښتې د پاکستان کورنۍ مسله بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په کچه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د بیلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه ګډون وکړي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به پرانیستونکې وینا وکړي. د مسکو فارمټ غونډه له افغانستان سره پر سیاسي او اقتصادي تعاملاتو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز کوي.

سرچینه: ایزوستیا ورځپاڼه

🌐

Author