په کابل کې یوې ښځینه سینګارګرې ویلي، وروسته له هغې چې طالبانو څه دپاسه څلور کاله وړاندې د ښځو د سینګار ځایونه وتړل، اوس مجبوره شوې چې د خپل کور په یوې وړې کوټه کې په پټه کار وکړي.
دغه سینګارګره چې ځان افسانه (مستعار نوم) معرفي کوي، وايي چې د دې مسلک ته دوام ورکول د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو له خوا د پېژندل کېدو او چلند له دوامداره وېرې سره مل دي. هغه له هغو زرګونو ښځو څخه ده چې له بندیز وروسته یې پټ کار ته مخه کړې ده.
افسانې آمو تلویزیون ته وویل: "ما په خپل کار شاوخوا پنځه لکه افغانۍ پانګونه کړې وه. د سالون له تړل کېدو وروسته، زه مجبوره شوم چې د خپل دوکان وسایل او توکي په ډېره ټیټه بیه وپلورم. ما ونه شو کړای چې هغه ټوله پانګه چې ما په خپل کار کې لګولې وه، بېرته ترلاسه کړم او اوس د کور په یوې وړې کوټه کې کار کوم."
دا اندېښنه یوازې په سینګارګرو پورې محدوده نه ده؛ پیرودونکي هم دې کورنیو سالونونو ته په وېره ورځي. زهره (مستعار نوم)، یوه پیرودونکې وايي: "د سینګارګرو او پیرودونکو لپاره وضعیت ډېر سخت شوی دی. کله چې موږ د اړینو کارونو لپاره کورنیو سالونونو ته ځو، تل د نیول کېدو او د هغې د پایلو په اړه اندېښنه شتون لري."
د سینګارګرو په وینا، د دوی د سالونونو تړل یوازې د یوې دندې له لاسه ورکول نه وو، بلکې د دوی پر پانګو یې هم سخت ګوزار وکړ او د ډېرو کورنیو د عاید اصلي سرچینه یې له منځه یوړه.
ډیری دغه میرمنې اوس په خپلو کورونو کې د پخوا په پرتله په بشپړ ډول مختلفو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي. په هرصورت، دوی ټینګار کوي چې د خوندي او ځانګړي کاري ځای نشتوالي د دوی لپاره د دې مسلک دوام خورا ستونزمن کړی دی.
د ښځو پر سینګار ځایونو بندیز په افغانستان کې د ښځو پر کار، زده کړو او ټولنیز شتون د طالبانو د حکومت د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده.
سرچینه: آمو تلویزیون
🌐