د کابل اوسېدونکو آمو تلویزیون ته ویلي چې د طالبانو چارواکو د ښار په ځینو "زوراباد" نومې سیمو کې د کورونو خاوندانو ته خبر ورکړی چې ځمکې یې دولتي دي او باید د هغې لپاره کرایه ورکړي.

د راپور له مخې، په دې پرېکړه کې د قوا مرکز، قول آبچکان، دهمزنګ او ګذرګاه په څېر سیمې شاملې دي. د طالبانو چارواکو دغو سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې دوی باید د دغو ځمکو د کارولو لپاره حکومت ته کرایه ورکړي، ځکه چې کورونه یې پر دولتي ملکیتونو جوړ شوي دي.

د اوسېدونکو په وینا، طالبانو د ګذر له وکیلانو غوښتي چې د هغو کورونو کره شمېر راټول او دوی ته یې وسپاري چې د غره په لمنو او "زوراباد" سیمو کې په فرعي (عرفي) قبالو جوړ شوي دي. دا کار ظاهراً د دغو کورونو د ثبت او د کرایې د راټولولو بهیر د تنظیمولو په موخه کېږي.

سرچینو آمو ته ویلي چې ټاکل شوې ده له دغو کورونو څخه د کرایې راټولولو بهیر له راتلونکې میاشتې پیل شي. دې موضوع په دغو سیمو کې د مېشتو زرګونو کورنیو لپاره ډېرې اندېښنې راولاړې کړې دي.

دا سیمې چې په "زوراباد" مشهورې دي، په تېرو لسیزو کې په غیر رسمي توګه او له قانوني ملکیت اسنادو پرته جوړې شوې دي او اوسېدونکي یې عمدتاً کم عاید لرونکي او داخلي بې ځایه شوي کسان دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت رسمي چارواکو په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي. په هرصورت، که دا پرېکړه پلي شي، دا کولی شي پر هغو کورنیو دروند مالي بار واچوي چې لا دمخه له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي.

د غصب شویو ځمکو او بې قبالې کورونو موضوع په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې یوه لویه ښاري ستونزه ده چې پخوانیو حکومتونو هم ورته کومه جامع حل لاره نه وه موندلې.

سرچینه: آمو تلویزیون

🌐

Author