په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین دویم ملي فرعي کمپاین په شلو ولایتونو کې پیل شوی دی. دا کمپاین به د دریو ورځو لپاره دوام وکړي او ټاکل شوې چې له اتو میلیونو څخه ډیر ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس کنټرول ته ژمن دی. د دې وزارت چارواکو د هیواد له اتباعو غوښتي چې په دې ملي پروسه کې له واکسین کونکو سره نږدې همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، تیر کال په هیواد کې د پولیو پنځه ویشت مثبتې پیښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې سږکال یوازې نهه نوې پیښې پیژندل شوې دي. اوس د واکسین تطبیق یوازې په جوماتونو او روغتیایی مرکزونو کې ترسره کیږي.
🌐
#افغانستان #پولیو #عامې\_روغتیا #طالبانو\_حکومت