د بشري حقونو څار سازمان له امریکا او د افغانستان په شل کلنې جګړې کې له نورو ښکېلو هېوادونو غوښتي، چې د خپلو ځواکونو له خوا د ادعا شویو "جنګي جنایتونو" په اړه څېړنې وکړي او قربانیانو ته تاوان ورکړي. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، په یوه بیانیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته، هغه افغانان چې په ناحقه قرباني شوي، لا هم عدالت ته سترګې په لاره دي.

په بیانیه کې راغلي چې د جګړې له پیل څخه دوه نیمې لسیزې وروسته هم د قربانیانو لپاره د تاوان او ځواب ویلو لپاره کومه روښانه لار نشته. د بشري حقونو په څار سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې، پاتریشیا ګاسمن، ویلي: "هغه افغانان چې د امریکا په توقیف کې شکنجه شوي او د هغو کسانو کورنۍ چې په ناحقه وژل شوي، لا هم د امریکا له حکومته د شکایت یا تاوان ترلاسه کولو لپاره کومه مشخصه لار نه لري."

د اغلې ګاسمن په وینا، د امریکا پرله پسې حکومتونو د بشري حقونو سرغړونې پټې کړې او زیانمن شوي کسان یې له غرامت پرته پرېښي دي. هغې ټینګار کړی چې امریکا او متحدین یې باید د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو ادعاوې په سمه توګه وڅېړي، عاملین یې محاکمه کړي او قربانیانو ته مناسب تاوان ورکړي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته، د امریکا حکومت د تحقیق داسې لارې چارې تصویب کړې چې د "شکنجې مصداق" ګڼل کېدې. دې سازمان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د وهلو ټکولو، د اوبو شکنجې، له خوبه محرومولو او د اعدام د نندارو په څېر قضیې مستندې کړې دي. دغه سازمان په غزني کې د یوه بزګر قضیې ته اشاره کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی و او د تحقیق پر مهال له وهلو ټکولو وروسته یې د سترګو لید له لاسه ورکړ. هغه هېڅکله په کوم جرم تورن نه شو او د ۲۰۲۱ په اګست کې خوشې شو.

که څه هم امریکا خپل ځینې سرتېري محاکمه کړي، لکه رابرټ بیلز چې په کندهار کې د ۱۶ ملکي وګړو په وژلو محکوم شو، خو د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، ډېرې نورې مهمې قضیې، لکه په وردګو ولایت کې د ملکي وګړو وژنه، هېڅکله نه دي تعقیب شوي. پر دې سربېره، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو هغه سرتېري وبښل چې په جنګي جنایتونو محکوم شوي وو.

دغه سازمان وايي، چې د ایتلاف نورو غړو لکه اسټرالیا او بریتانیا هم په خپلو تحقیقاتو کې سوکه پرمختګ کړی دی. د بشري حقونو څار سازمان د جګړې د نورو ښکېلو غاړو جنګي جنایتونو ته هم اشاره کوي. د دې سازمان په وینا، د افغانستان په پخواني حکومت کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکمن کسان، او همدارنګه د طالبانو حکومت او داعش هم د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکېل وو او خپل غړي یې ځواب ویونکي نه دي کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې پیل کړې، خو د ټرمپ ادارې یې مخالفت وکړ او محکمې وروسته خپلې څېړنې یوازې د طالبانو او داعش پر جرمونو متمرکزې کړې. د بشري حقونو څار سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان لپاره خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د ټولو خواوو د تېرو او اوسنیو جرمونو د شواهدو راټولولو لپاره کافي سرچینې ترلاسه کوي.

سرچینه: د بشري حقونو څار سازمان

🌐

Author