د ښوونکي د نړیوالې ورځې، د اکتوبر پنځمې، په مناسبت، ملګرو ملتونو د افغان ښوونکو د "شوق، پوهې او ژمنتیا" له امله د ستاینې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې افغان مېرمنې وکولای شي زده کړو ته دوام ورکړي او د راتلونکي نسل په روزنه کې رول ولوبوي. دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د منځنیو او لوړو زده کړو د حق د بیا ژوندي کولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې په افغانستان کې ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو او هغو فرصتونو څخه بې برخې شوې دي چې دا دوره یې د راتلونکي لپاره برابروي. دغه بنسټ ټینګار وکړ چې له دې محرومیت سره سره، افغان نجونې لاهم خپل خوبونه تعقیبوي او "د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو حق باید بیا راژوندی شي."

د یونیسف په بیانیه کې راغلي چې افغانستان له یوې خوا د متخصصو ښځو له کمښت سره مخ دی او له بلې خوا، د نجونو پر زده کړو بندیز راتلونکی نسل، چې باید د دغو ښځو ځای ونیسي، د زده کړې له فرصت څخه بې برخې کوي. دا بندیز د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر (سنبلې ۱۴۰۰) راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر (قوس ۱۴۰۱) راهیسې د پوهنتونونو لپاره پلی شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د افغان ښوونکو، په ځانګړې توګه هغو ښوونکو ستاینه وکړه چې په کلیو او سختو شرایطو کې په محدودو سرچینو کار کوي. یوناما زیاته کړه چې په نننۍ نړۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا او ناسم معلوماتو تر اغېز لاندې ده، د ښوونکو رول تر بل هر وخت ډېر مهم دی.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، که تر ۲۰۳۰ کال پورې د نجونو پر زده کړو بندیز دوام وکړي، د هغو نجونو شمېر چې له لومړنیو زده کړو پورته زده کړو څخه بې برخې کیږي، له څلور میلیونو څخه به واوړي. یونسکو مخکې ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې او واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، له دوه میلیونو څخه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د دې محدودیتونو دوام به د افغانستان وړتیا کمه کړي چې د ښځینه متخصصینو راتلونکی نسل وروزي. د دې ادارې د اټکل له مخې، افغانستان ممکن تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو)، چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د اکتوبر پنځمه د ښوونکي د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، هم په ټوله نړۍ کې د ښوونکو پر ملاتړ او د هغوی د مسلکي دریځ پر ښه کولو ټینګار وکړ. دغه سازمان وویل ښوونکي د ډیجیټل ټیکنالوژۍ، اقلیمي بدلونونو او مهاجرت په څېر ننګونو سره مخ دي او د خپل رول د غوره ترسره کولو لپاره ډېر ملاتړ او مناسبو کاري شرایطو ته اړتیا لري.

سرچینه: ملګري ملتونه

🌐

Author