په کابل کې سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د مرکچي پلاوي پخواني غړي عمار یاسر د دغې ډلې له مشر هبت الله اخندزاده څخه تر نیوکې وروسته له افغانستانه د قطر په لور وتلی دی. دغو سرچینو د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، افغانستان انټرنشنال ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو ښاغلي یاسر ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي.

د سرچینو په وینا، ښاغلی یاسر له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره قطر ته تللی، خو په ورته وخت کې یې تایید کړې چې د نیوکې له امله ورته "سپارښتنه" شوې وه. د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې دا ځل به په سپارښتنې بسنه وکړي، خو د تکرار په صورت کې به له پایلو سره مخ شي.

عمار یاسر، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور زوم دی، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په نهمه، پر ټولنیزې شبکې اکس د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په وړاندې د طالبانو د حکومت پر چوپتیا سخته نیوکه کړې وه. هغه لیکلي وو: "داسې ښکاري چې له وهلو او ټکولو سره عادت شوي یو؛ نه د حکومت غږ پورته کیږي او نه د رعیت. ښه روزنه مو راکړه، مننه رهبره."

دغو څرګندونو د طالبانو په منځ کې پراخ غبرګونونه را وپارول. په داسې حال کې چې یوې ډلې د هغه خبرې د مشرتابه د اطاعت د اصل خلاف وبللې، یو شمېر نورو بیا د هغه د اعتراضي دریځ ملاتړ وکړ. د پاکستان پوځ په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په سرحدي سیمو کې څو هوايي بریدونه کړي او د کارپوهانو په وینا، د طالبانو د مشرتابه چوپتیا په دغې ډله کې د نارضایتي لامل شوې ده.

د طالبانو استخباراتو ته په ځواب کې، ښاغلي یاسر ویلي چې دا مهال په حکومت کې کومه دنده نه لري او نیوکې یې یوازې "له خلکو سره د درد او خواخوږۍ له احساسه" وې. هغه د طالبانو د یوه نامتو بنسټګر یاسر وردګ زوی دی.

د بحثونو تر ګرمېدو وروسته، عمار یاسر د یکشنبې په ورځ په یوه بل پیغام کې له ټولنیزو شبکو له کاروونکو وغوښتل چې خپل وخت په "بې ارزښته" موضوعاتو مه ضایع کوئ او پر خپلو اصلي مسؤلیتونو تمرکز وکړئ. هغه ولیکل چې د کاروونکو نظرونه دومره ارزښت نه لري چې له امله یې یو بل ته سپکاوی وشي او زیاته یې کړه چې که خلک یې ملامت کړي هم، ورته اهمیت نه لري.

سرچینه: افغانستان انټرنشنال

🌐

Author