د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې اونۍ عمان ته سفر وکړي ترڅو د بنګله دېش او عمان لوبډلو پر وړاندې اووه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي. دا لوبې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو نارینه وو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي برخه ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دا لوبډله د اکتوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي. افغان لوبډله به لومړی د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د پنځو لوبو لړۍ ترسره کړي. دا لوبې به د اکتوبر په ۱۳، ۱۵، ۱۸، ۲۰ او ۲۳ نېټو د عمان کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې ترسره شي.
له بنګله دېش سره د لوبو له پای ته رسېدو وروسته به ځوان افغان ملي لوبغاړي د کوربه لوبډلې، عمان، پر وړاندې دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم وکړي. دا دوه لوبې د اکتوبر په ۲۷ او ۳۰ نېټو په همدغه لوبغالي کې پلان شوې دي.
کرکټ بورډ ویلي چې د دغو لوبو موخه د اسیا جام مهمو سیالیو لپاره د ځوانو لوبغاړو چمتو کول دي، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې پیل شي. دا ټورنمنټ به د افغانستان د کرکټ د نویو استعدادونو د ښودلو لپاره یو مهم فرصت وي.
کرکټ بورډ د دې سفر لپاره د لوبډلې نوملړ هم اعلان کړی دی. سهیل خان د لوبډلې د کپتان په توګه ټاکل شوی دی. د لوبډلې نور غړي دا دي: فرید ځدراڼ، سبحان علي، نعمان سالارزی، فیصل مبارز، طاهر سروري، عابدالله عابد، حمزه علي خېل، امیر حمزه، سمیع مبارز، محمد علي، لطف الله، عبدالله همدرد، عمران محمدي او نورعلي نیازی.
پر دې سربېره، هیبت خان، حکمت الله او بلال سلیمانخېل به په دې سفر کې د لوبډلې د ذخیره لوبغاړو په توګه ملګرتیا کوي. دا اووه لوبې به د روزونکي کارمندانو لپاره یو ښه فرصت وي ترڅو د اسیا جام لپاره د لوبډلې وروستی ترکیب وارزوي.
سرچینه: د افغانستان کرکټ بورډ
🌐