د اکتوبر له پنځمې (د تلې ۱۳مې) سره هم
مهاله، چې د ښوونکي نړیواله ورځ ده، د طالبانو حکومت د ډېرو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو پر خلاف، د دې ورځې د مبارکۍ لپاره کوم رسمي پیغام خپور نه کړ. د راپورونو له مخې، د طالبانو چارواکو په څو ولایتونو کې په ښوونځیو کې د دې ورځې د لمانځلو مخه هم نیولې ده.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، په کابل، بلخ او هرات ښارونو کې یو شمېر ښوونکو تایید کړې چې د طالبانو مسؤلینو ښوونځیو ته امر کړی چې د ښوونکي ورځې په مناسبت له هر ډول مراسمو ډډه وکړي. د طالبانو د پوهنې وزارت او نورو ادارو د رسمي پاڼو کتنې هم ښودلې چې په دې اړه هېڅ اعلامیه نه ده خپره شوې.
دا چوپتیا په داسې حال کې ده چې یونسکو، یونیسف او د کار نړیوال سازمان په بیانیو خپرولو سره دا ورځ ولمانځله. د اکتوبر پنځمه له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. یونسکو سږکال دا ورځ "د ښوونکو ترڅنګ ودرېږئ؛ د ښوونکي د مسلک ۶۰ کاله ساتنه" تر شعار لاندې ونمانځله او د زده
کړو په راتلونکي کې یې د ښوونکو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.
په کابل کې یوه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي: "ټاکل شوې وه چې زموږ په ښوونځي کې د ښوونکو د ستاینې لپاره مراسم جوړ شي، خو موږ ته وویل شول چې ښوونځي اجازه نه لري د ښوونکي ورځ ولمانځي." په بلخ ولایت کې هم یوې ښوونکې لینا کریمي (مستعار نوم) ویلي چې د طالبانو د پوهنې ریاست ښوونځیو ته لارښوونه کړې چې هېڅ مراسم ترسره نه کړي.
برعکس، پخواني ولسمشر حامد کرزي د یو پیغام په خپرولو سره د هېواد د ښوونکو له هڅو مننه وکړه. هغه وویل چې ښوونکو د لږو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره، د راتلونکو نسلونو د روزنې مسؤلیت په صداقت سره ترسره کړی دی. ښاغلي کرزي یو ځل بیا د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره د نجونو او هلکانو د زده
کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ښوونکي د ورځې په اړه د طالبانو د حکومت چوپتیا په داسې شرایطو کې ده چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده
کړو بې برخې دي. په تېرو پنځو کلونو کې دا محدودیتونه د طالبانو پر حکومت د نړیوالو نیوکو یوه اساسي برخه ګرځېدلې ده. په داسې حال کې چې نړۍ د "راتلونکي په جوړولو" کې د ښوونکو د رول په اړه خبرې کوي، افغان ښوونکي وايي چې سږکال ان د یوې کوچنۍ لمانځغونډې اجازه هم ورنه کړل شوه.
سرچینه: Afghanistan International
🌐