د پاکستان د پوځ لخوا د هلمند او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو له هوایي بریدونو پنځه ورځې تېرې شوې، خو د طالبانو حکومت د "حساب شوي ځواب" له ژمنې سره سره، لا هم د اسلام اباد پر وړاندې کوم ښکاره پوځي اقدام نه دی کړی. د طالبانو چارواکو د بریدونو په لومړیو ساعتونو کې د "غچ" اخیستو خبره کړې وه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. برعکس، د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) پټنځایونه یې په نښه کړي او ۲۲ وسله‌وال یې وژلي دي؛ دا ادعا د طالبانو لخوا په کلکه رد شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې، په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د "تېري او د افغانستان د هوایي حریم د نقض" په اړه یې خپل سخت اعتراض ور ورساوه. د طالبانو ویاندویانو دا بریدونه د ملي حاکمیت نقض بللی و او پر حتمي ځواب یې ټینګار کړی و.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوایي بریدونه کوي. د سپټمبر په ۲۴مه هم د کندهار، پکتیا او خوست په ولایتونو کې ځینې سیمې په نښه شوې وې. په ځانګړې توګه په کندهار کې د دغو بریدونو اهمیت ځکه ډېر و چې دا ولایت د طالبانو د واک اصلي مرکز او د دغې ډلې د مشر د استوګنې ځای دی.

د طالبانو اوسنۍ پوځي چوپتیا دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا دا ډله پاکستان ته د مستقیم پوځي ځواب ورکولو وړتیا لري؟ د امنیتي چارو څېړونکی، جواد بردیا، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دواړو خواوو په پوځي وړتیا کې لوی توپیر د طالبانو د زغم یو له اصلي لاملونو څخه دی.

د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونه په چریکي جګړو کې پراخه تجربه لري، خو اوس د یوه حکومت په توګه، له یوه کلاسیک او مجهز پوځ سره مخ دي. له داسې پوځ سره مستقیمه جګړه چې د پام وړ هوایي ځواک لري، د طالبانو لپاره خورا درانه لګښتونه لرلی شي. ښاغلی بردیا په دې باور دی چې هر ډول بېړه ییز پوځي اقدام کولی شي د پاکستان د لا پراخو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.

سرچینه: Afghanistan International

🌐

Author