د وسله والو مخالفینو د بریدونو له زیاتوالي وروسته، د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی د امنیتي وضعیت د ارزونې او د زیان منونکو سیمو د کتنې لپاره تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی دی. په دې پلاوي کې د طالبانو د استخباراتو ریاست، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت استازي شامل دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس، په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند احسان الله کامګار له قوله خبر ورکړی چې دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۲مه، په دغو دوو شمال ختیځو ولایتونو کې له زیان منونکو سیمو څخه لیدنه کړې ده. د دې سفر موخه د ځواکونو د چمتووالي څارنه او د سرحدي سیمو د وضعیت ارزونه ښودل شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ او د تخار په ورسج ولسوالۍ کې له ځینو برخو لیدنه کړې ده. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې، په دغو سیمو کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې په ګډون د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونه زیات شوي او د طالبانو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې نښتې او د کران و منجان او ورسج په څېر نږدې ولسوالیو ته یې د غځېدو اندېښنه، د دې سفر اصلي لاملونه بلل کېږي. دا سیمې د خپل غرني او ستونزمن جغرافیایي موقعیت له امله د مخالفو وسله والو ډلو د چریکي فعالیتونو لپاره مناسبې دي.
په تخار ولایت کې هم د طالبانو چارواکو د ورسج ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا ولسوالۍ د بدخشان له کران و منجان سره ګډه پوله لري او کولی شي د مخالفینو د فعالیتونو د پراختیا لپاره د یوه دهلیز په توګه کار وکړي. په تخار کې د طالبانو والي په تېرو دوو میاشتو کې دوه ځله ورسج ته سفر کړی او د پوستو د پیاوړتیا لپاره یې په دې سیمه کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دا لیدنه د هېواد په شمال ختیځ کې د مخالفینو د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي په اړه د طالبانو جدي اندېښنه په ګوته کوي. په دغو غرنیو سیمو کې د وسله والو ډلو د حضور پراخېدل کولی شي د طالبانو لپاره امنیتي کنټرول سخت کړي او د دوی حکومت ته په یوه جدي ننګونه بدل شي.
سرچینه: باختر آژانس
🌐