د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول به په پاکستان کې ناامنۍ ته نوره هم لار هواره کړي او بېلتون
پاله پښتانه به لا پیاوړي کړي.
ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې دا اقدام ښایي په ځانګړې توګه په لویدیځ کې د پاکستان نړۍوال اعتبار ته زیان ورسوي. هغه زیاته کړه، پاکستان وار له مخه د ډیموکراسۍ په نړۍوال شاخص کې د یوه "استبدادي نظام" په توګه پېژندل شوی دی.
د دغه پخواني امریکايي ډیپلومات په وینا، په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي د دغه هېواد سیمهییزو سیالانو ته فرصت برابروي، څو د دغه هېواد د مخالفو ډلو ملاتړ زیات کړي، چې ورسره به د پاکستان پر پوځ فشارونه لا زیات شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ترمنځ، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په کنټرول کې دی، تاوتریخوالی زیات شوی دی. په اسلام اباد کې مرکزي حکومت په دې کلیدي ایالت کې د خپلو سیاسي مخالفینو د واک محدودولو لپاره لارې لټوي.
زلمي خلیلزاد اوسنی وضعیت یو "بحران" بللی او له عمران خان، د هغه له پلویانو او نورو ډیموکراټو ډلو یې غوښتي چې د روان وضعیت پر وړاندې یوه اغېزناکه تګلاره غوره کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د یوه منتخب حکومت ځنډول او په یوه پردۍ پښتون میشته سیمه کې د پوځي نفوذ پراخول د خلکو د باور د لا زیانمن کیدو او د بنسټیزو شکایتونو د زیاتیدو خطر لري او د بحران د حل پر ځای، هغه لا ژورولی شي.
سرچینه: د زلمي خلیلزاد څرګندونې
🌐