د نسل وژنې څارونکې ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خطرناکو پړاوونو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، خپلواک خبریالان، منتقدین، ملکي وګړي او د پخواني دولت کارکوونکي له خپل

سري نیونو، شکنجو، بدني مجازاتو او له محاکمې پرته اعدامونو سره مخ دي.

دا راپور چې د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۰مه، خپور شوی، د ښځو د حقونو د سیستماتیک نقض له امله د افغانستان وضعیت د "تبعیض" په مرحله کې او د قومي او مذهبي لږکیو، د همجنسبازانو او د پخواني دولت د کارکوونکو وضعیت یې د "ځورونې" په مرحله کې ډلبندي کړی دی.

د نسل وژنې څارونکې ادارې مشخصې شمېرې وړاندې کړي دي. د دې پر بنسټ، طالبانو یوازې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۴۴۹ کسان په بدني توګه مجازات کړي، ۷۷۷ کسان یې په خپل

سري توګه نیولي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې لږ تر لږه ۱۲ عامه اعدامونه اجرا کړي دي.

دغه بنسټ پر لږکیو، په ځانګړې توګه پر شیعه ګانو، هدفي بریدونو ته اشاره کوي. د عاشورا د بیرغونو د پورته کولو له امله د ۴۵ شیعه ګانو نیول، د هغوی د جوماتونو تړل، د شیعه ماشومانو په زور سني دیني مدرسو ته استول او د ۲۰۳ شیعه مسلمانانو په زور د مذهب بدلول، د سیستماتیکې ځورونې د یوې برخې په توګه یاد شوي دي.

د ښځو د حقونو په برخه کې، راپور سختو محدودیتونو ته اشاره کوي لکه د ماشومانو واده ته اجازه ورکول، د طلاق غوښتونکو ښځو لپاره د خنډونو جوړول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز او د طالبانو د حجاب نه مراعاتولو له امله د ښځو نیول. د دې فشارونو ترڅنګ، داعش ډله هم پر هزاره ګانو او نورو لږکیو خپلو مرګونو بریدونو ته دوام ورکوي.

د نسل وژنې څارونکې ادارې د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو په جبري ایستلو کې د ګاونډیو هیوادونو رول هم "جنایتکارانه" بللی او ویلي یې دي چې دا ایستل د پخواني دولت د ځینو کارکوونکو د جبري ورکیدو لامل شوي دي.

سرچینه: د نسل وژنې څارونکې اداره

🌐

Author