په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د حکومت لخوا په هرات ولایت کې د ښځو پر نیول کیدو اندیښنه ښودلې ده. دې بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې جدي اندیښنې رامنځته کوي.
ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د ټولو افغان اتباعو بنسټیز حقونه په رسمیت وپیژني او رعایت یې کړي. یوناما یادونه کړې ده چې د ټولنې ټول وګړي، که ښځه وي او که نارینه، باید د تګ راتګ ازادي ولري او د قانون پر وړاندې له برابرو حقونو برخمن وي.
سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی دی چې په وروستیو ورځو کې لږترلږه شل ښځې په هرات ښار کې نیول شوې دي. همدارنګه د مسافروړونکو موټرو چلوونکي د شرعي محرم او یا د امر بالمعروف ادارې د خوښې وړ حجاب پرته د ښځو له لیږدولو څخه منع شوي دي. چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
#ښځې #افغانستان #بشري\_حقونه #هرات
🌐