د بښنې نړیوال سازمان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت اعلان، د والي واکمنۍ پلي کېدو او د پاکستاني وسله والو ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته په غبرګون کې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ټینګار کړی چې بېړني اقدامات او امنیتي پرېکړې هېڅکله د بشري حقونو د ځپلو، د مخالفو غږونو د چپ کولو او د واک د انحصار لپاره د یو خلاص چک په توګه نشي کارول کېدای.
دغه سازمان په یوه بیانیه کې ویلي چې په پښتونخوا کې د مهمو سیاسي مشرانو، د ایالتي وزیر اعلی په ګډون، خپلسرې نیونې او پر انټرنیټ لګول شوي بندیزونه د اندېښنې وړ مسلې دي. د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دا ډول اقدامات مدني ساحه محدودوي او د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو حق په جدي توګه کمزوری کوي.
د بشري حقونو دغه نړیوال سازمان زیاته کړې چې حکومتونه یوازې په خورا محدودو شرایطو کې، لکه کله چې د ملت بقا له ګواښ سره مخ وي، کولی شي ځینې بشري مکلفیتونه په لنډمهاله توګه وځنډوي. خو حتی په داسې شرایطو کې هم، باید اقدامات متناسب، اړین او له تبعیض پرته وي.
د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هر ډول امنیتي اقدام د قانون د حاکمیت او د اتباعو د اساسي حقونو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. دغه سازمان د ټولو هغو کسانو د سمدستي او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه هم کړې چې په خپل سر نیول شوي دي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په پاکستان کې سیاسي کړکېچ زیات شوی او په خیبر پښتونخوا کې، چې له افغانستان سره پوله لري، وضعیت په ځانګړي ډول حساس دی. سیاسي څارونکي اندېښنه لري چې د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې لا زیاتې بې ثباتۍ ته لمن ووهي.
د بښنې نړیوال سازمان غبرګون په پاکستان کې د قانون حاکمیت او د بشري حقونو وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پراخو اندېښنو انعکاس دی او پر اسلام اباد حکومت فشارونه زیاتوي ترڅو په خپلو امنیتي تګلارو له سره غور وکړي.
سرچینه: د بښنې نړیوال سازمان
🌐