د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله وايي، اسلام اباد د شواهدو پر بنسټ د افغانستان په خاوره کې "په محدود پیمانه" عملیات کړي دي. هغه د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان له طالبانو څخه یوازې دا غوښتنه ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
ثناءالله په اسلام اباد کې په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ: "له دې غوښتنې پرته یوه کلمه هم نشته." هغه وویل پاکستان حق لري چې د افغانستان په خاوره کې هغه مرکزونه "خنثی" کړي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي او دا حق د ځان لپاره خوندي ګڼي.
دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه، چې هېواد یې تر اوسه د کره شواهدو پر بنسټ په دې برخه کې محدود عملیات کړي دي. هغه د دغو عملیاتو د څرنګوالي، وخت او ځای په اړه نور جزئیات ورنکړل.
د ثناءالله په وینا، د سعودي عربستان، قطر، چین او ترکیې په څېر هېوادونو ډېرې هڅې کړې، چې د طالبانو حکومت دې ته وهڅوي، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي، خو د هغه په وينا، د طالبانو ادارې تر اوسه اسلام اباد ته داسې کوم تضمین نه دی ورکړی.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار د خپل هیواد د ترهګرۍ ضد پالیسي له افغانستان، طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د تیرو څلورو لسیزو تجربو پر بنسټ وبلله او ویې ویل چې په دې اړه په پاکستان کې ملي اجماع شتون لري.
په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ ترینګلتیا په ځانګړې توګه د پاکستان د تحریک طالبان د فعالیتونو پر سر زیاته شوې ده. پاکستان افغان طالبان د ټي ټي پي مشرانو او جنګیالیو ته په پناه ورکولو تورنوي، هغه تور چې طالبانو تل رد کړی دی.
سرچینه: په اسلام اباد کی خبری کنفرانس
🌐