په افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز اعلان کړی چې ۲۰۲۶ کال کیدای شي د روسیې د تاتارستان جمهوریت او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا کال وي.

د “تاتار-انفورم” خبري آژانس د راپور له مخې، تمه کیږي چې سږکال د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.


دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې روسیې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعاملات زیات کړي دي.

تاتارستان د روسیې د یو مهم جمهوریت په توګه د سیمې له اسلامي هیوادونو سره د اقتصادي او کلتوري اړیکو په ټینګولو کې فعال رول لري.


د دې اړیکو پراختیا کولی شي نوې پانګونې او سوداګریز تبادلې رامنځته کړي.

اقتصادي څارونکي په دې باور دي چې دا همکارۍ کولی شي د افغانستان بازار او سیمه ییز اتصال لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

افغانستان #روسیه #تاتارستان #سوداګري #اقتصاد #پانګونه #اقتصاديخبرونه #نړیوالېاړیکې #۲۰۲۶ #پراختیا

Author