د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې، فرشتې عباسي ویلي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د طالبانو له حکومت سره د فرانسې تعامل د دغه هیواد په سیاست کې یو خطرناک بدلون او د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې له ژمنو سره په ټکر کې دی.

آغلې عباسي د سې شنبې په ورځ، د تلې په ۲۱مه، د بشري حقونو د څار سازمان په وېبپاڼه کې په یوه خپره شوې لیکنه کې ټینګار کړی، چې د فرانسې دا پالیسي په دغه هیواد کې میشت افغانان د ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو د نورو سختو سرغړونو له خطر سره مخ کوي.

د هغې په وینا، فرانسې تایید کړې چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د جبري ستنولو په اړه یې د طالبانو له چارواکو سره "تخنیکي خبرې" پیل کړې دي. دې اقدام د بشري حقونو د فعالانو او په اروپا کې د افغان ټولنې ترمنځ جدي اندیښنې راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار دغې څیړونکې په ژورې اندیښنې سره لیکلي: "فرانسوي چارواکي وايي چې د دې خبرو اترو لمنه محدوده ده، خو دوی د ښځو په ګډون د ځانګړي خطر سره د مخ افرادو د ساتنې لپاره هیڅ ډول تضمین نه دی ورکړی."

فرشتې عباسي څرګنده کړې چې له طالبانو سره د فرانسې همکاري په داسې حال کې صورت نیسي چې دا ډله په افغانستان کې د بشري حقونو د سختو او سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځپلو، مسؤوله ده. له همدې امله، داسې شرایطو ته د افرادو ستنول کیدای شي وژونکې پایلې ولري.

راپور زیاتوي چې د فرانسې ترڅنګ، د آلمان په ګډون ځینو نورو اروپایي هیوادونو هم د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت سره تعاملات پیل کړي دي. دا بهیر د افغانانو په وړاندې د اروپا د مهاجرت په سیاستونو کې د یوه اندیښمنونکي بدلون نښه ده.

دا پالیسۍ د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو د پرله پسې غوښتنو سره په ټکر کې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

سرچینه: د بشري حقونو د څار سازمان

🌐

Author