د بې پولو ډاکټرانو (MSF) سازمان وایي چې د بامیان ولایت په ډیرو لرو پرتو سیمو کې، وسایطو ته د محدود لاسرسي له امله، خره کله ناکله روغتیایي خدماتو ته د ناروغانو د رسېدو یوازینۍ وسیله وي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ، د تلې په ۲۱مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یوې حامله مور تر څلورو ساعتونو زیات په خره سفر کړی ترڅو د بامیان په باغک دره کې د دغه سازمان لخوا ملاتړ شوي روغتیایي مرکز ته د زیږون لپاره ورسیږي.

بې پولو ډاکټرانو زیاته کړې چې دا ښځه به د زیږون وروسته هم کور ته د ستنیدو لپاره دا اوږده او ستونزمنه لاره په خره طی کړي. دا وضعیت د افغانستان په کلیوالو او غرنیو سیمو کې روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي ژورې ننګونې په ګوته کوي.

د دې سازمان په وینا، په دې سیمو کې د ډیری ناروغانو لپاره، کله چې موټر یا نورو وسایطو ته لاسرسی ستونزمن یا ناممکن وي، د خرو په څیر حیوانات د ژوند ژغورنې یوه حیاتي وسیله ګرځي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د هیواد روغتیایي نظام له ړنګیدو سره مخ شوی دی. د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه او د مالي سرچینو شدید کمښت د ښځو، په ځانګړې توګه د حامله ښځو، لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لا پسې ستونزمن کړی دی.

بامیان یو غرنی ولایت دی چې ډیری کلي یې د ژمي په موسم کې د سختو واورو له امله له روغتیایي مرکزونو څخه لیرې پاتې کیږي. پراخې بې وزلۍ هم ډیری کورنۍ د ترانسپورت لګښتونو د ورکولو توان نلري.

د دې حامله مور کیسه د زرګونو افغانانو د ورځنۍ مبارزې نښه ده چې خپل ترټولو بنسټیز حق، یعنی روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي حق، ترلاسه کړي.

سرچینه: بې پولو ډاکټران

🌐

Author