په کابل کې د ترکیې د ویزې غوښتونکي د دغه هیواد د ویزو په مرکز کې له پراخ فساد او بې نظمۍ څخه شکایت کوي. د دوی په وینا، دا مرکز د "تور کاروبار" په سرچینه بدل شوی، چېرته چې یوه ویزه شاوخوا اته زره ډالره تمامیږي.
د زاویه نیوز د راپور له مخې، مراجعین وايي، چې دا مرکز تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د سخت فساد او ګډوډۍ له امله تړل شوی و. خو له بیا پرانیستل کیدو وروسته نه یوازې ستونزې نه دي حل شوي، بلکې وضعیت نور هم خراب شوی دی.
یوه لویه ستونزه دا ده چې د ویزو مرکز د غوښتونکو پخواني ژباړل شوي اسناد نه مني او هغوی مجبوروي چې خپل اسناد د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې په یوه نوي جوړ شوي ژباړن مرکز کې بیا وژباړي. دا کار پر غوښتونکو اضافي لګښتونه ور تپي.
پر دې سربیره، د طبي معایناتو فیس چې پخوا زر افغانۍ و، اوس ۲۷۵۰ افغانیو ته لوړ شوی دی. د لګښت دا ناڅاپي او د پام وړ زیاتوالی پر هغو غوښتونکو مالي فشار دوه چنده کړی چې ډیری یې د کار یا درملنې لپاره ترکیې ته ځي.
د یوه غوښتونکي په وینا، د دې ټولو اضافي او غیر رسمي لګښتونو په پام کې نیولو سره، د ترکیې د یوې ویزې د ترلاسه کولو وروستی لګښت شاوخوا اته زره امریکایي ډالرو ته رسیږي، چې د ډیری افغانانو لپاره خورا لویه اندازه ده.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ترکیې سفارت په کابل کې یو له هغو څو فعالو ډیپلوماتیکو نمایندګیو څخه دی چې د ویزو خدمتونه وړاندې کوي. د دې هیواد ویزو ته لوړې تقاضا د ویزو خدماتو قراردادي شرکتونو کې د ناوړه ګټه اخیستنې او فساد لپاره زمینه برابره کړې ده. تر اوسه نه د ترکیې سفارت او نه هم طالب چارواکو دغو شکایتونو ته رسمي ځواب ویلی دی.
سرچینه: زاویه نیوز
🌐