نن د غويي د اوومې د خونړۍ کودتا له اته څلویښتمې کلیزې سره برابره ده چې د سردار محمد داوود خان د جمهوري نظام د ړنګېدو لامل شوه. دا پېښه په افغانستان کې د لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او بهرنیو مداخلو د پیل ټکی ګڼل کېږي.

په دې ورځ د خلق ډیموکراټیک ګوند د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ واک ترلاسه کړ او پخوانی ولسمشر یې وواژه. د دې حکومت اجباري اصلاحاتو او د مخالفینو ځپلو په ټول هېواد کې د پراخو ولسي پاڅونونو لپاره زمینه برابره کړه.

د طالبانو حکومت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ورځ د اشغال او کمونیستي افکارو د تپلو پیل بللی او هغه یې غندلې ده. د دې ویجاړونکې کودتا پایلې لا هم د افغان ټولنې په بېلابېلو برخو کې احساسیږي.

#افغانستان #د\_غويي\_اوومه #تاریخ #کودتا

🌐

Author