د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز په ټولنیزو رسنیو کې هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې د خوست د بې پولې ډاکټرانو روغتون مخې ته یوې مېرمنې زېږون کړی دی. نوموړي دا راپورونه له حقیقت څخه لرې او بې بنسټه وبلل.
ګربز څرګنده کړه چې د خوست ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست لوري د یو ځانګړي ګډ پلاوي په ټاکلو سره دا موضوع په دقیق ډول څېړل شوې ده. د هغه په وینا، یاده مېرمن د لوړ فشار له امله له اړوندې ولسوالۍ څخه یاد روغتون ته راجع شوې وه.
هغه زیاته کړه، کله چې روغتون ته رسېدلې، له موټر څخه د ښکته کېدو پر مهال یې د لوړ فشار له امله وضعیت خراب شوی او پر ځمکه لوېدلې ده. په سیمه کې نورو ښځو پرې پرده کړې او په همدې حال کې ډاکټرانو نوموړې په عاجله توګه روغتون ته ننه ایستلې او درملنه یې پیل کړې ده.
د والي ویاند وویل چې د یادې مېرمنې د کورنۍ د یوه غړي ویډیويي وضاحت هم شته، خو د ټولنیزو حساسیتونو له امله یې له خپرولو ډډه شوې ده.
بلخوا، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي چې د خوست دغه روغتون تل د زېږون اړوند مېرمنې په دې بهانه ځوابوي چې وخت دې پاتې دی، چې ډېری وخت همدا ځواب شوې مېرمنې په لار يا هم کور ته تر رسېدو وړاندې زېږون کوي.
دوی د ګربز پر خبرو نیوکه کوي او پوښتنه کوي چې که دا مېرمن بې هوښه شوې وه، نو خپلوان سړي یې چېرته وو چې پورته یې کړي؟ ولې ښځې پرې راټولې شوې وې؟ ایا دې روغتون ته یوازې ښځې ورځي؟
سرچینه: ټولنیزې رسنۍ
🌐