د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د افغانستان د روان کړکیچ د حل په موخه د لویې جرګې د راغوښتلو له وړاندیز سره خپله بشپړه همغږي ښودلې ده.
ښاغلي اندړ ویلي، د طالبانو د تګلارې له مخې، هغوی خپل مخالفان دښمنان ګڼي او په سیاسي یا مدني مخالفت هېڅ ډول باور نه لري.
د هغه په خبره، طالبانو سیاسي او مدني فعالیتونه منع کړي، خپل هر مخالف یې واجب القتل بللی او په دې باور دي چې د شریعت په مقابل کې جرګې او مرکې هېڅ مانا نه لري.
اندړ زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې هر افغان مکلف دی چې له «شرعي نظام او د امیر له فرمان» سره بیعت وکړي او په بشپړ ډول یې ملاتړ وکړي. دا لیدلوری د هر ډول خبرو اترو لپاره فضا محدودوي.
هغه ټینګار کړی چې که طالبان د لویې جرګې دغه وړاندیز رد کړي، نو دا به وښيي چې د دې ډلې ټول غړي له اوسني وضعیت څخه راضي دي او دا یو "ایډیال اسلامي نظام" ګڼي.
د اندړ په باور، په دې صورت کې باید له دې خوشباورۍ لاس واخیستل شي چې ګواکې ځینې طالب مشران په اوسني حالت راضي نه دي. هغه په دې باور دی چې ټول طالبان د خپلو مشرانو له هېڅ فرمانه سرغړونه نه کوي.
هغه په پای کې ویلي چې که دا وړاندیز رد شي، د راتلونکي بد وضعیت بشپړ مسؤلیت به د طالبانو پر غاړه وي.
سرچینه: د رحمت الله اندر څرګندونې
🌐