په پروان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند په شینوارو ولسوالۍ کې سیند ته د یوه سراچه ډوله موټر د لوېدو له امله د شپږو تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په یوه بیان کې ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد موټر د غوربند ولسوالۍ څخه کابل ته روان و.
د هغه په وینا، دغه موټر د شینوارو ولسوالۍ په «باغ افغان» سیمه کې له سړک څخه واوښت او سیند ته ولوېد. دا سیمه د خپلو غرنیزو او خطرناکو سړکونو له امله شهرت لري.
مسکین یار تایید کړه چې د موټر چلوونکي په ګډون د څلورو تنو جسدونه له اوبو را ایستل شوي دي. خو دوه ماشومان چې په دې موټر کې سپاره وو، لا هم ورک دي او ګومان کیږي چې اوبو له ځانه سره وړي وي.
د ځايي ژغورونکو ډلو لخوا د دغو دوو ورکو ماشومانو د مړو موندلو لپاره هڅې روانې دي.
ترافیکي پېښې په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کیږي. غیر معیاري سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د مناسبو ترافیکي نښو نشتوالی د دغو مرګونو پېښو اصلي لاملونه بلل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په کندهار ولایت کې هم په یوه بله ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شول.
سرچینه: د پروان امنیه قومانداني
🌐