د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د پولیسو له نوي توشیح شوي قانونه د سرغړونې په صورت کې به له جدي چلند سره مخ شي. هغه دا څرګندونې د دغه قانون د معرفي کولو او تشریح په غونډه کې وکړې.

ښاغلي حقاني په دې غونډه کې، چې ګڼو طالب چارواکو هم ګډون پکې کړی و، وویل چې د قانون څخه د سرغړونې په صورت کې به لومړی مسؤلینو ته خبرداری ورکړل شي، خو که سرغړونه دویم ځل تکرار شي، ټاکل شوې سزا به وویني. هغه ټینګار وکړ چې دغه قانون دې په ولسوالیو، امریتونو او مدیریتونو کې د تدریس له لارې ټولو کارکوونکو ته ور وپېژندل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه د طالبانو په ادارو کې د فساد پر مخنیوي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو سپارښتنه وکړه. هغه وویل چې حکومتي موقفونه "لنډمهاله امانتونه" دي او باید څوک ورته د خپل ملکیت په سترګه ونه ګوري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په بېلابېلو ادارو کې د اداري فساد په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د بشري حقونو فعالانو او ځینو نړیوالو بنسټونو هم د پولیسو د نوي قانون پر محتوا اندېښنه ښودلې او دا یې د اساسي آزادیو او د ښاریانو د حقونو، په ځانګړې توګه د سوله ییزو غونډو د حق، محدودوونکی بللی دی.

خو د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د پولیسو نوی قانون د پولیسو د فعالیتونو لپاره پراخ چوکاټ جوړوي او د امنیت او عامه نظم په ټینګښت کې به مرسته وکړي. له دې قانونه د سرغړونې لپاره د مشخصو سزاوو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author