د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د "هاګ عدالت ډیالوګ" په غونډه کې وویل چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي او روزي یې. هغه وویل چې دا کړنې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شوي دي.

ښاغلي پښتین په دې غونډه کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات، هدفي وژنې، جبري لادرکۍ او د خلکو بې

ځایه کېدل لا هم دوام لري. هغه ادعا وکړه چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د سیمې اوسېدونکي له خپلو مېنو ایستل کېږي او د هغو سیمو کنټرول ترلاسه کېږي چې طبیعي زېرمې لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو، د جرمونو له نړیوالې محکمې او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پښتونخوا د وضعیت په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د سیمې وضعیت یوه بشري ناورین ته نږدې شوی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د منظور پښتین د وینا پر مهال، د پاکستان استازو اصف دراني او محمد جنید د اعتراض په توګه له غونډې ووتل. دا کار د پښتنو د حقونو د فعالانو او د پاکستان د دولت ترمنځ ژور اختلافات په ډاګه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ټولنیز خوځښت دی چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو او امنیت لپاره مبارزه کوي. دغه غورځنګ په وار وار د پاکستان پر پوځ په پښتني سیمو کې د بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو تورونه لګولي، هغه تورونه چې اسلام اباد تل رد کړي دي.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author