نن د اکتوبر ۱۷مه (د تلې ۲۶مه)، د بې
وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې خبرداری ورکړل شوی چې د افغانستان درېیمه برخه وګړي به په را روان ژمي کې له لوږې سره مخ شي. د سږ کال شعار «د ټولو لپاره خوندي کورونه» دی، چې د مناسبو استوګنځایونو پر ارزښت ټینګار کوي.
ملګري ملتونه وایي، اوس
مهال په ټوله نړۍ کې له ۲.۸ میلیارده ډېر کسان د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي چې له دې ډلې بې
وزله تر ټولو ډېر ترې اغېزمن دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د بې
وزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو، انساني کرامت او سولې له ټینګښت سره نږدې اړیکه لري.
دا نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان له ژور بشري ناورین سره مخ دی. د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اېګلنډ تازه خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان درېیمه برخه وګړي، چې میلیونونه کسان کیږي، له سختې لوږې سره مخ شي.
د طالبانو حکومت له واکمنیدو او د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم ژور شوی دی. د بیکارۍ زیاتوالی او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې ډیری کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شي.
نړیوالو مرستندویه ادارو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی او دغه هیواد ته د بیړنیو بشردوستانه مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده. دوی وايي، که بېړنۍ مرستې ونه شي، را روان سوړ ژمی د میلیونونو کسانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.
سږ کال د بې وزلۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې تمرکز پر کورونو دی، چې په افغانستان کې یوه بله لویه ننګونه په ګوته کوي. د خوړو د خوندیتوب ترڅنګ، ډیری بې ځایه شوې او بې وزله کورنۍ په لنډمهاله او نامناسبو سرپناهونو کې ژوند کوي، چې د ژمي د یخنۍ په وړاندې یې ډیر زیانمنونکي کړي دي.
سرچینه: پورته شوی فایل
🌐