د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګي بحرانونو لپاره هیڅ نظامي حل لاره نشته. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې ستونزې باید یوازې د دیپلوماسۍ له لارې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونو د سوداګریزو کښتیو ساتنه پیل کړې او ایران ورته خبرداری ورکړی دی. د دې نښتو په ترڅ کې عربي متحده اماراتو لور ته د څو توغندیو د توغولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر امریکایي کښتیو هر ډول برید به له سخت غبرګون سره مخ شي. امریکایي ځواکونو د سیمې د امنیت لپاره پرمختللي پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.

🌐

#ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ #هرمز\_تنګی

Author