د افغانستان د ازادۍ جبهې (AFF) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کندهار ولایت د پخواني امنیه قوماندان، ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د "شهادت" اتم تلین یادونه وکړه. دې جبهې جنرال رازق د هېواد په سوېل لوېدیځه حوزه کې یو بانفوذه او د ولسي محبوبیت لرونکی شخصیت بللی دی.

په اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، د ازادۍ جبهې د هغه کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټولو خلکو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی. جنرال رازق د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۸مه د کندهار د والي په دفتر کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

اعلامیه زیاتوي چې جنرال رازق د جمهوریت پر مهال په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د طالبانو ډلې پر وړاندې د جګړې او مبارزې له پیاوړو سنګرونو څخه و. د ازادۍ جبهې د هغه "ویاړلې مبارزه او روښانه کارنامې" د افراطیت، ترهګرۍ او تندلارۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو د برحقې مبارزې په تاریخ کې ثبت شوې بللې دي.

دغې د طالبانو ضد جبهې همداراز ویلي، اوس چې پر افغانستان د طالبانو د "غاصبانه او اهریمني واکمنۍ" پنځه کاله تېرېږي، د شهید جنرال رازق په څېر د زړورو شخصیتونو رول او دریځ تر بل هر وخت ډېر څرګند او ارزښتناک شوی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپلې اعلامیې په پای کې د طالبانو د "ظلم، تبعیض او استبداد" پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جنرال رازق او د افغانستان د عزت او ازادۍ د لارې د ټولو شهیدانو یاد ژوندی ساتي.

سرچینه: د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلامیه

🌐

Author