یوې خپرې شوې شننې هغه سیاستونه څېړلي چې د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع په پلمه، په عمل کې د افغانانو د کمزوري کولو او وابسته ساتلو لامل شوي دي. په دې شننه کې استدلال شوی چې له زده کړو څخه د خلکو محرومول، د خپلواک فکري شعور کمزوري کول او د ملي بنسټونو له منځه وړل په دې برخه کې اساسي اقدامات دي.

لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې ولې هر هغه اقدام چې د افغانستان خپلواکي، پرمختګ او ملي بنسټونه کمزوري کوي، د دین او وطن په نوم توجیه کېږي؟ د هغه په وینا، د دې فکر پلویان هڅه کوي خپلو سیاستونو ته ملي او اسلامي رنګ ورکړي او خلکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګواکې که د دوی جګړې نه وای، افغانانو به خپل هویت له لاسه ورکړی و.

په شننه کې یوې کنایي ته اشاره شوې: دا ادعا چې د شوروي او ناټو پر وړاندې جګړه د دې لپاره اړینه وه چې د افغانانو نومونه "الکساندر" ته بدل نه شي یا "اوف" ورپسې ونه لګیږي. لیکوال په ټوکه وايي، په داسې حال کې چې د افغانانو نومونه بدل نه شول، طالبانو بیا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د "ملا روف" نوم ورکړ.

د لیکوال په وینا، دا په ظاهره ټوکه د هغو کسانو د استدلال کمزورتیا ښيي چې د پردیو د کلتوري نفوذ په اړه اندېښنه ښيي، خو پخپله په داسې کړنو لاس پورې کوي چې د دوی له ادعاوو سره په ټکر کې دي.

شننه په پای کې دې نتیجې ته رسېږي چې د افغانانو ملي او دیني هویت د نومونو په بدلولو نه، بلکې د ناپوهۍ، بېوزلۍ او اقتصادي وابستګۍ له امله له ګواښ سره مخ دی. د افغانستان د عزت او هویت اصلي دفاع په تعلیم، اقتصادي خپلواکۍ او پیاوړو ملي بنسټونو کې نغښتې ده. د لیکوال په باور، د یوه ملت تر ټولو ستره ماتې دا ده چې د خپل راتلونکي جوړولو وس ترې واخیستل شي.

سرچینه: د زرین ټي وي شننه

🌐

Author