د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو د بشري اړتیاوو پر پوره کولو، د مرستو پر اغېزناک تنظیم او د پراختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې یو بل مهم ټکی د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د افغانستان په اړه د کره معلوماتو پر کارولو او د وضعیت پر متوازن انعکاس ټینګار و. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په ځلونو د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د بنسټونو پر ځینو راپورونو نیوکې کړې دي.
اغلې فاطمې او ښاغلي متقي دواړو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري لپاره د تعامل او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ. یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت په توګه د نړۍوالو مرستو په همغږۍ او د بشري حقونو د وضعیت په څارنه کې مهم رول لوبوي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان له ژور بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنېدل، پر محدودو سرچینو فشار نور هم زیات کړی دی.
د طالبانو حکومت د پراختیایي پروژو لپاره د نړۍوال ملاتړ د جلبولو په لټه کې دی ترڅو د هېواد اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وکړي، خو نړۍواله ټولنه لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت په اړه اندېښمنه ده.
سرچینه: د بهرنیو چارو وزارت
🌐