د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې د وروستیو لاریونونو او ناکراریو په غبرګون کې د مهاجرتي قوانینو د سختولو او د پولو د تړلو غوښتنه کړې ده. نوموړي ادعا کړې چې په فرانسه کې روانې نارامۍ له کډوالۍ سره مستقیم تړاو لري.

ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي چې فرانسه باید خپل مهاجرتي قوانین سخت کړي. دا په داسې حال کې ده چې فرانسوي چارواکو د تاوتریخوالي لامل افراطي کیڼ اړخي ډلې او لوټماران بللي، نه کډوال.

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې فرانسې د پراخو لاریونونو شاهد و. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په لاریونونو کې شاوخوا ۵۵۰ زره کسانو ګډون کړی و، خو تنظیموونکو د ګډونوالو شمېر ۸۰۰ زره ښودلی دی.

د ناکراریو په ترڅ کې تر ۱۸۰۰ ډېر کسان نیول شوي او له ۵۰۰ ډېر پولیس، ژاندارم او اور وژونکي ټپیان شوي دي. دا شمیرې په لاریونونو کې د تاوتریخوالي لوړه کچه په ګوته کوي.

د اروپا په کورنیو چارو کې د ټرمپ دا ډول دریځ نیول نوې خبره نه ده. هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال هم په وار وار د اروپايي هېوادونو د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکې کړې وې.

منتقدین وايي ټرمپ له دې بحران څخه د خپلو مهاجرت ضد سیاسي اجنډاوو د پرمخ وړلو لپاره کار اخلي. خو د هغه پلویان بیا په دې باور دي چې هغه یوې ریښتینې ستونزې ته اشاره کوي چې ډېری اروپايي مشران یې له منلو ډډه کوي.

سرچینه: رسنیز راپورونه

🌐

Author