الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې د مصر الازهر مذهبي بنسټ په منځني ختیځ کې د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د یوې منځګړې بېړنۍ کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې په یمن او سعودي عربستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د تاوتریخوالي دې زیاتوالي په سیمه ییزه او نړیواله کچه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د الجزیزې د راپور له مخې، تېره ورځ (یکشنبه) د یمن په صعده ولایت کې د یوه هوايي برید له امله د پنځو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. دا برید په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې یو له خونړیو بریدونو څخه و.
بلخوا، د سعودي عربستان په نجران ولایت کې د حوثیانو د توغول شوې مرمۍ له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي. دغو متقابلو بریدونو په سیمه کې د تاوتریخوالي کړۍ نوره هم سخته کړې ده.
الازهر د اسلامي نړۍ د یو مهم دیني مرکز په توګه، د سولې او خبرو اترو په وده کې مهم رول لري. دغه بنسټ هیله څرګنده کړې چې د دې کمېټې په جوړېدو سره به ښکېلې خواوې بېرته د خبرو مېز ته راشي او د شته بحرانونو لپاره سوله ییزه حل لاره ومومي.
دغه مذهبي بنسټ له ټولو اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د دې نوښت ملاتړ وکړي او د بریا لپاره یې هڅې وکړي. د الازهر په باور، په منځني ختیځ کې د جګړې او وینې تویدنې دوام د هیچا په ګټه نه دی او یوازې د لا زیاتې ورانۍ لامل کیږي.
تر اوسه په یمن کې د ښکېلو غاړو او د سیمې د نورو هېوادونو له خوا د الازهر دغې غوښتنې ته کوم رسمي غبرګون نه دی راپور شوی.
سرچینه: الجزیره
🌐