دپوهنې په نړیواله ورځ، په افغانستان کې دزده کړو دوضعیت په اړه خواشینونکي ارقام خپاره شوي دي. ملګرو ملتونو اعلان کړی چې اوسمهال ۲.۲ میلیونه افغان پیغلې نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي . دغه سازمان خبرداری ورکوي چې ددې وضعیت دوام د نجونو او هېواد راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.
یونیسف او یونسکو په یوه ګډه اعلامیه کې اوسنی وضعیت «دردونکی» بللی، ځکه افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د ښځو زده کړې یې په بشپړه توګه منع کړې دي . هغوی د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو لپاره د بیړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د یونسکو سرپرستې، سوهیون کیم ټینګار کړی چې کله نجونې له زده کړو بې برخې کېږي، نو ټول ملت یې بیه پرې کوي . نږدې څلور نیم کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او د هېواد ښوونیز سیسټم د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

افغانستان #دپوهنېنړیوالهورځ #دزدهکړېحق #افغاننجونې #یونیسف #یونسکو #ښځې #ښوونځی #پوهنتون #بشريحقونه #ښوونیز_بحران