د افغانستان د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې پاکستان له خپلو ګاونډیانو سره د سوداګریزو لارو په تړلو سره خپل اقتصاد د بهرنیو او جیوپولیټیک موخو لپاره قربانوي.

ښاغلي فضلي دا څرګندونې له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو د تازه بندیدو په غبرګون کې کړي، چې له افغانستان او هند سره پر پولو له محدودیتونو وروسته رامنځته شوي. هغه د پاکستان له مخورو، رسنیو او سوداګریزې ټولنې وغوښتل چې له خپل حکومته د دغو پرېکړو د اصلي لاملونو پوښتنه وکړي.

د فضلي په وینا، په دغو پرېکړو کې «هېڅ ډول کورنی او ملي منطق شتون نه لري» او دا یوازې «د بهرنیو قوتونو او جیوپولیټیک غوښتنو پر وړاندې سر ټیټول او اطاعت دی.» هغه په دې باور دی چې دا پرېکړې د پاکستان اقتصاد او خلکو ته جدي زیان رسوي.

د چارو ادارې پخواني مشر زیاته کړه، چې د پاکستان اوسنی نظام له ایرانه نیولې تر افغانستان، هند او ګوادر پورې، د خپلو بهرنیو ملاتړو د ګټو او امپراتوري اهدافو د پوره کولو لپاره خپل اقتصاد تر پښو لاندې کوي. هغه دا کړنې یو ډول «اقتصادي ځان سوځونه» وبلله.

فضلي ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت په دغو پرېکړو سره خپل ولس او زحمت کښ سوداګر له سختو مالي او اقتصادي سزاګانو سره مخ کوي. هغه دا پوښتنه وکړه، چې د پاکستان له دغه ډول اقتصادي ځان سوځونې څخه څوک ګټه پورته کوي او بیه یې ولې بې ګناه ولس پرې کوي؟

سرچینه: فضل محمود فضلي

🌐

Author