د ممبۍ پولیسو د بالیووډ اداکار ټایګر شروف پر موټر د ډزو د برید په تړاو څلور نور کسان، چې دوې ښځې هم په کې شاملې دي، نیولي دي. ویل کیږي چې دې کسانو بریدګرو ته وسلې برابرې کړې وې.
دا نیونې دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې ناپېژانده وسله والو د ممبۍ په جوهو سیمه کې د ښاغلي شروف پر موټر ډزې وکړې، خو اداکار ته کوم زیان ونه رسېد. د ممبۍ د پولیسو یوې ډلې نیول شوي کسان د نورو تحقیقاتو لپاره دغه ښار ته لېږدولي دي.
نیول شوي کسان د هریانا ایالت ۲۱ کلن کونال او ۱۹ کلن سومیت، او د اترپردیش ایالت ۲۳ کلنه رادا او ۲۳ کلنه ببیتا معرفي شوي دي. پولیسو ویلي چې کونال په دې وروستیو کې په ضمانت له زندان څخه ازاد شوی و او د یوه کوډ شوي اپلیکیشن له لارې یې د برید له اصلي طراح سره اړیکه نیولې وه.
څېړنو ښودلې چې کونال یوه تومانچه او ۲۰ مرمۍ له امرتسر څخه ترلاسه کړي او بیا یې رادا هڅولې وه چې دا وسله ممبۍ ته ولېږدوي. دا دوې ښځې د اکتوبر په ۱۷ نېټه ممبۍ ته رسېدلې وې او په یوه هوټل کې یې استوګنه غوره کړې وه. ویل کیږي چې وروسته یوه تنکي ځوان له رادا څخه د وسلې ډکه کڅوړه اخیستې ده.
رادا او ببیتا د اکتوبر په ۱۸مه له ممبۍ څخه ووتلې خو د اکتوبر په ۲۰مه د نوي ډیلي د اورګاډي په تمځای کې ونیول شوې. په ورته وخت کې کونال او سومیت هم په سوني پت کې ونیول شول. په دې پېښه کې، چې د پشپا پارک ته نږدې رامنځته شوه، د ټایګر شروف ډرایور او د یوه ریکشا چلوونکی ټپیان شول، خو پخپله ښاغلی شروف روغ رمټ پاتې شو.
د دې برید انګېزه لا تر اوسه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې، خو په تېرو وختونو کې دا ډول بریدونه ډېری وختونه د بالیووډ له مشهورو شخصیتونو څخه د پیسو اخیستو هڅو سره تړاو لري.
سرچینه: هندي رسنۍ
🌐