په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې درې تنه یې د یوه ماشوم د تښتولو په تور نیولي دي. دغو کسانو د ماشوم له تښتولو وروسته د هغه له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، اسدالله جمشید، رسنیو ته وویل چې دا عملیات د دقیقو اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شول. د هغه په وینا، نیول شویو کسانو د میوند په نوم یو ماشوم د کندهار ښار له اوومې امنیتي حوزې څخه تښتولی و.
هغه زیاته کړه چې انسان تښتوونکو د ماشوم نامعلوم ځای ته له لیږدولو وروسته، د هغه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه او د هغه د خلاصون په بدل کې یې د پیسو غوښتنه کړې وه. د ماشوم کورنۍ موضوع امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړ او د عاملینو د پیژندلو او نیولو لپاره څیړنې پیل شوې.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو د کشفي او استخباراتي لارو چارو په کارولو سره د انسان تښتوونکو پټنځای په نښه کړ. په یو لړ عملیاتو کې، ټول درې تورن کسان ونیول شول او تښتول شوی ماشوم هم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
ښاغلي جمشید د نیول شویو کسانو د هویت او د هغوی لخوا د غوښتل شویو پیسو د مقدار په اړه نور جزئیات ورنکړل، خو ډاډ یې ورکړ چې د دوی دوسیه به د نورو تحقیقاتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
جنایي جرمونه، په ځانګړې توګه د پیسو لپاره انسان تښتونه، د افغانستان په لویو ښارونو، لکه کندهار، کې یوه لویه امنیتي ننګونه ده. د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي په منظمه توګه د مختلفو جرمونو په تور د کسانو د نیولو خبر ورکوي ترڅو د امنیت په تامین کې خپله وړتیا وښيي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې خلک لاهم د جنایي جرمونو له شتون او قضیو ته پر وخت د نه رسیدګۍ څخه شکایت کوي. په کندهار کې د دغو کسانو نیول کیدای شي په دې ولایت کې نورو جرمي ډلو ته یو خبرداری وي.
سرچینه: طلوع
نیوز
🌐