پاکستانیۍ ورځپاڼې «ډان» د ملګرو ملتونو د راپور په حواله خبرداری ورکړی چې پاکستاني طالبان (TTP) د یو سیمه ییز ګواښ په توګه د راپورته کېدو په حال کې دي. ورځپاڼې لیکلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله وسله واله ډله ده چې هلته ورته «غوره چلند» او مناسب چاپیریال برابر شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ډلو لپاره د فعالیت په فضا کې ښکاره توپیر شتون لري چې نېغ په نېغه د پاکستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی. شمېرې ښيي چې سږ کال په پاکستان کې له ۳۵۰۰ بریدونو څخه تر ۲۱۰۰ ډېر یې د کال په دویمه نیمايي کې شوي چې دې ډلې ته منسوب شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اوسنی وضعیت د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو له مخکني حالت څخه ډېر خطرناک بللی دی. پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې القاعده او ټي ټي پي په افغانستان کې خپل روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي او په یو نړیوال ګواښ بدل شوي دي.

پاکستان #ټيټيپي #امنیت #افغانستان #ملګريملتونه #تروریزم #ډانورځپاڼه #اصفعليزرداري #پولې #ګواښ

Author