د پاکستان د پارلماني چارو وزیر، طارق فضل چودري وايي، اسلام اباد به "له افغانستانه د راپورته شوي تروریزم" د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي او که د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره وکارول شي، د هر ډول اقدام حق ځانته خوندي ګڼي.

چودري د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه، په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې، د طالبانو تورونه "بې بنسټه او د نه منلو وړ" وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې د تورونو پر ځای، خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر وویل چې اسلام اباد له افغانستان څخه پاکستان ته د خلکو د اوښتلو شواهد د طالبانو له چارواکو سره شریک کړي دي. د هغه په وینا، دا شواهد د استانبول او دوحې په خبرو کې هم د افغانستان له استازو سره شریک شوي وو؛ خو طالبانو له دې خبرو سره سره د نفوذ د دوام مخه نه ده نیولې.

هغه خبرداری ورکړ چې که پر پاکستان برید وشي، اسلام اباد به کلک ځواب ورکړي. چودري ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې د افغانستان له پولې څخه د اوښتلو د مخنیوي لپاره هوډمن دي او د دې بهیر د پای ته رسولو لپاره به اړین اقداماتو ته دوام ورکړي.

دغه پاکستاني چارواکي دا هم وویل چې له امنیتي ادارو سره د همکارۍ د نشتوالي له امله په خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. هغه زیاته کړه چې د دغه ایالت سیمه ییزه اداره د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې همکاري کوي او له افغانستانه د اوښتلو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

سرچینه: پاکستاني رسنۍ

🌐

Author