د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال شپږ اورپکي او دوه سرتیري وژل شوي دي. د پوځ په وینا، وژل شوي اورپکي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغو شپږو وژل شویو اورپکو د هند ملاتړ له ځانه سره درلود او په دغه هېواد کې یې د امنیتي ځواکونو، پولیسو او ملکي وګړو پر ضد په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ دا هم ویلي چې د "عزم استحکام" په نوم د ترهګرۍ ضد مبارزې د پروګرام په چوکاټ کې به د وسله والو ډلو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي. دا عملیات په داسې حال کې ترسره شوي چې په دې وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اورپکو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انستیتوت د شمېرو له مخې، د سږ کال په اسد میاشت کې، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ۵۴ بریدونه ثبت شوي دي. دا شمېره د سرطان په میاشت کې ۳۶ وه، چې په یوه میاشت کې د بریدونو ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بریدونو د زیاتوالي په ځواب کې، پاکستاني امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خپل عملیات پراخ کړي دي. د پاکستان دولتي رسنیو د دې میاشتې په پیل کې راپور ورکړی و چې په ډیره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال اته اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستان د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، د روان میلادي کال په دریمه ربع کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر د دویمې ربع په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوی دی.

سرچینه: د پاکستان پوځ

🌐

Author