د بلومبرګ خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا حکومت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته د شړلو پلان لري. ویل کیږي په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.

بلومبرګ د دوشنبې په ورځ، د لړم په څلورمه نېټه، د امریکا د فدرالي دولت د یوه چارواکي او د مهاجرت د وکیلانو له قوله راپور ورکړی چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته خبر ورکړل شوی چې ډېر ژر به پاکستان ته وشړل شي. دغې رسنۍ زیاته کړې چې ښايي د دغو کسانو د لېږد الوتنه په راتلونکو اونیو کې ترسره شي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې پلان په اړه څه نه دي ویلي.

د "افغان-ایوک" په نوم بنسټ، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغان همکارانو ملاتړ کوي، وايي داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې له لویزیانا ایالت څخه د نیول شویو افغانانو د لېږد لپاره یوه ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. د دې بنسټ په وینا، یو شمېر نیول شویو کسانو ته ویل شوي چې پاکستان ته به واستول شي، په داسې حال کې چې یوې بلې ډلې ته خبر ورکړل شوی چې د دوی منزل افغانستان دی.

د افغان-ایوک د معلوماتو له مخې چې د امریکا په حکومت کې یې له خپلو سرچینو څخه نقل کړي، ښايي پاکستان افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره د یوه ترانزیټي مسیر په توګه وکارول شي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې تر اوسه نیول شویو کسانو ته د سفر اسناد نه دي ښودل شوي او حتی وکیلان یې هم د خپلو مؤکلینو د وروستي برخلیک په اړه بې خبره دي.

افغان-ایوک اعلان وکړ چې د تلې له ۲۲مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې د توقیف له ۱۵ مرکزونو څخه د افغانانو د احتمالي لېږد په اړه لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ترلاسه کړي دي. دغه بنسټ د امریکا له حکومته غوښتي چې د الوتنې مقصد روښانه کړي او نیول شویو کسانو ته فرصت ورکړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو د خطرونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې پاکستان تر ۸۵ زرو ډېر افغانان ایستلي دي، چې دې کار اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي. دا شمېرې ښيي چې له امریکا څخه شړل شوي کډوال هم ښايي افغانستان ته واستول شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا حکومت افغان کډوال نورو هېوادونو ته شړي. تر دې مخکې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ۱۲ افغانانو په ګډون د یوې ډلې کډوالو د مرکزي افریقا جمهوریت ته د استولو خبر ورکړی و. د ډونالډ ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې دریم هیوادونو ته د مهاجرینو د اخراج پالیسي پراخه کړې ده.

سرچینه: بلومبرګ

🌐

Author