د امریکا پخواني پوځي افسر، ویل سیلبر، په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو ضد مقاومت ډلو او پاکستان ترمنځ احتمالي همکاري کولی شي دغه جبهې له جدي ستونزو سره مخ کړي. هغه په دې باور دی چې اسلام اباد ممکن د طالبانو له مخالفینو څخه د لنډمهاله فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او له کابل سره تر هوکړې وروسته خپل ملاتړ ودروي.

دا تحلیل د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له یوه راپور وروسته خپور شو چې پکې ویل شوي وو، د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره کتلي او د احتمالي ملاتړ وړاندیز یې کړی دی. دا کتنې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان او طالبانو د حکومت، دوو پخوانیو متحدینو، اړیکې د سرحدي امنیتي مسایلو پر سر سختې ترینګلې شوې دي.

ویل سیلبر، چې پخوا یې د امریکا د پوځ په مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) کې دنده ترسره کړې، د دوشنبې په ورځ په "لانګ وار ژورنال" خپرونه کې په یوه تحلیل کې لیکلي چې د طالبانو مخالفې ډلې له سخت انتخاب سره مخ دي. له یوې خوا، دوی د خپلې مبارزې د دوام لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لري، خو له بلې خوا، پاکستان هغه هېواد دی چې لسیزې یې د طالبانو ملاتړ کړی او واک ته د دې ډلې په بېرته راستنېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د دغه پخواني امریکايي افسر په باور، که څه هم له اسلام اباد سره همکاري د طالبانو د مخالفینو لپاره د پوځي ملاتړ زمینه برابرولی شي، خو دا خطر شته چې د دغو ډلو ترمنځ کورني اختلافات زیات کړي او د افغانانو په منځ کې یې سیاسي اعتبار ته زیان ورسوي.

منتقدین، په ځانګړې توګه د افغانستان د پخوانیو حکومتونو لوړپوړي چارواکي، له پاکستان سره د مقاومت د جبهو پر اړیکو نیوکه کړې او هغه یې "خطرناکې" بللې دي. دوی اندېښمن دي چې پاکستان به دغه ډلې د خپلو ګټو د تامین لپاره وکاروي.

اسلام اباد د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر وسله والو ډلو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد وکاروي، خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ، د لړم په دوهمه، د طالبانو له مخالفینو څخه د ملاتړ راپورونه رد کړل. دغه وزارت د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللې.

سرچینه: لانګ وار ژورنال

🌐

Author