رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) راپور ورکړ چې برازیلي سناتور فلاویو بولسونارو، په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل ملاتړي نوماند له ماتې وروسته، متحده ایالاتو ته تښتېدلی دی. د راپور له مخې، بولسونارو او کورنۍ یې د فلوریډا ایالت ته رسېدلي دي.
دا پېښه د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو څلور ورځې وروسته رامنځ ته شوه. په دې ټاکنو کې، اوسني ولسمشر ایناسیو لولا دا سیلوا د ۵۱ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شو او پر خپل مقام پاتې شو. فلاویو بولسونارو، چې د لولا د سیال سخت ملاتړی و، تر اوسه دا ماتې نه ده منلې.
هغه له برازیل څخه په داسې حال کې ووت چې د هېواد د سترې محکمې له هغه حکم څخه یې سرغړونه کړې وه چې له مخې یې باید خپل پاسپورټ سپارلی وای. د برازیل سترې محکمې د "پیسو مینځلو" د یوې قضیې په تړاو له بولسونارو غوښتي و چې له هېواده ونه وځي.
فلاویو بولسونارو ته نږدې سرچینو رویټرز ته تایید کړې چې هغه له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره فلوریډا ته رسېدلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي چې دا وزارت به بولسونارو او کورنۍ ته یې ویزې صادر کړي او متحده ایالاتو ته د ننوتو اجازه به ورکړي.
دا اقدام کولی شي د امریکا د لویې وچې د دوو لویو هېوادونو، برازیل او متحده ایالاتو ترمنځ واټن نور هم ژور کړي. ولسمشر لولا پخوا واشنګټن د بولسونارو له کورنۍ سره واک ته د بېرته راستنولو لپاره په دسیسه جوړولو تورن کړی و.
دا پېښه د فلاویو د پلار، د برازیل پخواني ولسمشر ژائیر بولسونارو د ورته اقدام یادونه کوي. هغه هم په ۲۰۲۲ کال کې لولا ته له ماتې وروسته د پایلو له منلو ډډه وکړه او امریکا ته لاړ. ژائیر بولسونارو وروسته خپل هېواد ته راستون شو، خو وروسته له هغه چې پلویانو یې پر دولتي ودانیو برید وکړ، د کودتا د پلانولو په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو.
سرچینه: رویټرز
🌐